د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل

sadam_morr
Thu, Nov 20 2025 9:16 AM

په دې ناسته کې، چې راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عبدالرحمن حقاني په بغلان کې د کډوالو او بېځایه شویو د وضعیت اړوند معلومات شریک کړل او اړمنو ته یې د اړتیا وړ اسانتیاوو د چمتو کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
ښاغلي عبدالرحمن حقاني د راستنو شویو د سرپناه د ستونزو د حل په برخه کې ښارګوټي مهم یاد کړل او د مهاجرینو د ښارګوټو د چارو د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.
د ناستې پر دوام د بغلان والي په یاد ولایت کې د اړمنو او راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه ځینې وړاندیزونه او د ولس غوښتنې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان والي ته ښه راغلاست وویل او ولس ته د خدمت په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسوولینو هڅې اغېزمنې وبللې.
محترم وزیر د راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو د ستونزو پر حل ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له اړوندو امارتي ادارو سره په همغږۍ به د مهاجرینو او بېځایه شویو غوښتنو ته رسېدنه وشي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت پر وړاندیزونو د غور کولو یادونه وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS