د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اړوند له غصب څخه د راګرځول شویو ښارګوټو په اړه ناسته د محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ وشوه

sadam_morr
Tue, Nov 11 2025 11:03 AM
-

په دې ناسته کې چې د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني او څو تنو مرکزي رییسانو برخه درلوده، د اسلامي امارت د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لخوا د قضايي پړوانو تر بشپړېدو وروسته د مهاجرینو د ښارګوټو د راګرځول شویو ځمکو په اړه معلومات په ناسته کې شریک شول او یادونه وشوه، چې په تېرو دوو لسیزو کې د مهاجرینو د ښارګوټو ځینې استوګنیزې نمرې نامستحقو کسانو ته وېشل شوې او ان په ځینو ولایتونو کې د کډوالو ښارګوټي غصب شوي، چې د تثیبت او له غاصبانو یې د راګرځولو چارې روانې دي.

د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو د ښارګوټو د تفصیلي پلانونو پر ژر بشپړېدو په ټينګار سره وویل، چې د مهاجرینو د استوګنیزو نمرو په وېش کې دې اصول عملي کړل شي او له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ دې، هغو کورنیو ته د تخلیې په موخه کافي وخت ورکړل شي، چې د مهاجرینو په ښارګوټو کې ژوند کوي خو د اړتیا وړ اسناد نه لري او مستحق نه دي.

د ناستې په پای کې محترم وزیر یوې کمېټې ته دنده وسپارله، تر څو د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د غصب شویو ښارګوټو په اړه همغږي ډېره کړي او همدارنګه هغه ښارګوټي له نږدې وارزوي چې ځمکي یې غصب شوې دي.

Latest news

BACK TO NEWS