کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

anwari_morr
Tue, Nov 04 2025 2:49 PM
_

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري صلح سازان افغانستان موسسه ۱۷ میلیونه ۷۰۷ زره ۲۳۵ افغانۍ په کابل، لوګر، کاپیسا، پکتیا، خوست، غزني، کونړ، نورستان، ننگرهار، لغمان؛ دایکندي، بامیان او پروان ولایتونو ۴ زره ۵۶ راستنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو باندې د زده کړو، د وسایلو او پیسو وېش په برخه کې په لګښت رسوي او د افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت موسسه به ۷ زره ۲۵۴ امریکايي ډالر په ننګرهار کې پر ۲۰۰ بې ځایه شویو کورنیو باندې د خوارکي توکو د وېش په برخه کې په لګښت رسوي.

Latest news

BACK TO NEWS