د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (IRC) له مرستیال سره ولیدل

anwari_morr
Tue, Oct 28 2025 2:47 PM
_

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم مولوي عبدالرحمن راشد د ژغورنې نړۍوالې کمېټې مرستیال او د برنامو رییس ښاغلي بوستان فهیم سره ولیدل.
ښاغلي راشد د یادې کمېټې د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: په روان کال کې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راستنېدنه ډېره شوې او اړتیا ده چې له هغوی سره لا ډېرې بشري مرستې وشي.
نوموړی د کډوالو لپاره له دې کمېټې د مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل: د افغانستان اسلامي امارت له خپلو اصولو او پالیسو سره سم کډوالو ته مرستې ویشلې او اړتیا ده چې همکارې موسسې د کډوالو د ژوند ښه‌والي په موخه د اسلامي امارت له پالیسو سره سمې مرستې وکړي.
ښاغلي بوستان فهیم د کډوالو وزارت له همکاریو مننه وکړه ، له دولت او دغه وزارت سره د دې کمېټې د اړیکو لا پیاوړتیا او د لا ډېرو مرستو ډاډ یې ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS