د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین د لغمان ولایت، سرخکان ساحې له موقتي کمپ څخه لیدنه وکړه.

محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین او د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمېسیون د موقتي اسکان کمېټې رئیس، د خپل سفر پر مهال لغمان ولایت، سرخکان سیمه کې له موقتي کمپ څخه لیدنه وکړه.
محترم راشد سره په دې لیدنه کې، د لغمان ولایت د کډوالو چارو رئیس غلام رحمن بلال، او د یادې کمېټې غړي ملګري وو.
د لغمان د کډوالو رئیس د کمپ په اړه لازم معلومات محترم راشد ته وړاندې کړل او شته ستونزې یې د حل په موخه ورسره شریکې کړې.
هیئت د کمپ ټولې ستونزې په دقت سره ثبت کړې او ډاډ یې ورکړ چې ژر تر ژره به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ته د حل او فصل لپاره وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې د یادې کمېټې غړو د لغمان مرستیال والي، مفتي محمد یوسف جمالزي سره هم په خپل دفتر کې ولیدل او د تازه راستنو شویو کورنیو د موقتي اسکان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د لغمان مرستیال والي دوی ته ښه راغلاست ووایه او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.