خوست کې له ٥٠ زیاتو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې په خوست ولایت کې ٥١ کورنیو سره د زمري په ٥ مه نغدي مرستې وشوې.
پروان کې لسګونو کورنیو سره مرستې وشوې
د موسسه خدمات اجتماعی و تخنیکي وطن له لورې ٥٧ کورنیو سره د زمري په ٣ مه نغدي مرستې وشوې.
د پاکستان له زندانه ٨٠ تنه خوشي شوي افغانان وطن ته راستانه شول
٨٠ تنه افغانان چې د پاکستان هېواد په زاندان کې بنديان ول له بنده خوشې او د زمري په ٣ مه د سپين بولدک او تورخم له لارې وطن ته راستانه شول.
سرپل کې له سلو زیاتو کورنیو سره نغدي مرستې شوي
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لور ې د سرپل ولايت دمهاجرينو آمريت په همکارۍ ١٩٤ کورنیو سره د زمري په ٣مه نغدي مرستې وشوې.
د پروان ولايت په مرکز کې د دولسمې پارچې کانال د پاکولو کار پيل شو
د پروان ولايت د مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو له مخې د چاريکار ښار د دولسمې پارچې کانال د پاکولو کار د ډنمارک د مهاجرينوټولنې په همکارۍ د زمري په لومړۍ نېټه پيل شو.
نورستان کې له ۱۰۰ زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د نورستان ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په همکارۍ ۱۲۱ کورنيو سره د زمري په لومړۍ نټه مرستې وشوې.