سرپل کې تر سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

د سرپل ولایت د مهاجرینو آمریت د کب ۱۷ مه  نېټه له ۱۶۳ بې ځایه شویو کورنیو سره د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی.

دا کورنۍ پخوا هلته په مرکز کې د مهاجرينو آمریت له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، چې وروسته يې د ناروې د مهاجرت شورا له لوري له پنځه کمپلې او ۱۹ زره ۴۲۵ افغانۍ او ۱۴ زره او ۱۷۹ افغانۍ مرسته ترلاسه کړه.