د پناه غوښتونکو مرستيالې ترکيې هېواد ته سفر وکړ

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۸:۳۵
داکتر صاحب عالمه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې د تېرې سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۱مه دکډوالۍ مشورتي ميکانيزم رامنځ ته کولو، دکډوالو او انساني قاچاق په موخه ترکيې ته سفر وکړ.

اغلې عالمې په دغه ناسته کې  دافغانانو د کډوالۍ اصلي لامل نا امني، لوږه او بېکاري ياده کړه او ويې ويل، دکډوالو قاچاق يو جرم دی،چې دسازمانونو او نړيوالو شبکو له لورې رهبري کېږي.

 افغان دولت دخپل مسئوليت په درک کولوسره افغانانو ته د قانوني سفر په برخه کې هڅې کوي، ترڅو له ګاونډيو هېوادونو سره د قراردادونو په وسيله د غېر قانوني کډوالۍ او غېرمنظمې کډوالۍ او ددغې کاري قوې مخه ونيسي.

نوموړې يادونه وکړه،چې د انساني  او کډوالو قاچاقو،  قانون په ۲۰۱۷ کال کې نافذ او د پلي کولو مرحله کې يې قرار درلود، چې اوس د افغانستان امنيتي بنسټونه کولای شی، چې د انساني قاچاقو سره په مبارزه کې عملي ګام واخلي او مجرمين دقانون منګولوته وسپاري.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د (( افغانستان لپاره د کډوالۍ پراخه پالېسي)) او دکډوالۍ موضوع ته په کتو، پرمنظمې او غېر منظمې کډوالۍ ټينګار کوي او دغېر قانوني کډوالۍ څخه دمخنيوي په برخه کې يو لوی پلان وړاندې کوي، چې د هغې اساسي ټکو څخه په لنډه توګه يادونه کېږي:

افغانستان کې دکډوالۍ قاچاقو(SOM) ارزونه او لارښوونه  د انساني قاچاقو ارزونه د انساني او کډوالو قاچاقو په برخه کې د ښکېلو سازمانونو سره د راټولو شوو اطلاعاتو شريکول اوپه دغه برخه کې نورې ګڼې کړنې.

موږ په دې باوري يو،چې کډوالۍ قاچاق هم ملي، سيمه اييز او هم جنبه لري.

دهغې چېړنه او ورسره مبارزه يوازې ملي اړخ نه لري. بايد په سيمه اييزو او نړيوالو همکاريو ټينګار وشي.

د پناه غوښتونکو مرستيالې زياته کړه، د افغانستان دولت د بشر حقونو د کنوانسيون، نورو اسنادو، کړنلارو  او نړيوالو ميکانيزمونو سره د هېواد د روښانه جزا قانون پلي کولوته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا متحده ايالاتو دکلني راپور پر اساس افغانستان په ۱۳۹۷ کال کې د انساني او کډوالو قاچاقو سره دمبارزې په برخه کې په لوړ موقف کې ځای ونيو، چې دا د افغانستان دغوره فعاليتونو ښکارندويي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

بېرته خبرونه ته