د مهاجرینو وزارت حقوقي ملاتړ رییس د کابل په هوايي ډګر کې د ترکیې هېواد څخه د ښه راغلاست، د راستنو شویو د ثبت له بروسې لیدنه وکړه.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۴
-

د مهاجرینو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله دادخیل ستانکزي په کابل هوايي ډګر کې له ترکیې څخه د راستنو شویو کسانو د ښه راغلاست، راستنو شویو د ثبت او بررسۍ له پروسې لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې چې د هوکړه لیکونو د تعقیب امر حفیظ الله حیدري یې هم ملتیا کوله، د دې لیدنې موخه په کابل هوايي ډګر کې د یاد وزارت د حقوقي ملاتړ ریاست د کارکوونکو له فعالیتونو څارنه وه.

ښاغلي ستانکزي له ټولو برخو لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي ټولو راستنو شویو سره مختصرې خبرې وکړې او همداراز یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي رییس له مسوولینو وغوښتل چې د دندې پر وخت له صداقت او ایماندارۍ کار واخلي او له راستنو شویو سره نیک چلن وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د افغان کډوالو د نوې جوپـــــــــې پیل ته د چمتووالي او اسانتیاوو برابرولو په موخه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د معین سربــــېره څو تنو رئیسانو هم برخه لرله، په كور دننه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نوې لړۍ د ښه مدیریت، اسانتیاوو چمتو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۲۰:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر محترم نورالدین عزیزي او نورو چارواکو سره و کتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر محترم نورالدین عزیزي د افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د ارتباط. . .
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۸:۱۱
Background image

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، محترم مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار محمد رضا بهرامي، په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیګدلي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو، افغان کډوالو وضعیت او د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د اسانتیاوو پر برابرولو بحث وکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست. . .

بېرته خبرونه ته