د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر محترم نورالدین عزیزي او نورو چارواکو سره و کتل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۲۰:۸
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر محترم نورالدین عزیزي د افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د ارتباط مسئول ښاغلي انس حقاني، د سرحدونو او قبایلو وزارت مسلکي معین احمد طه او د بغلان ولایت لېواه مسوول سره وکتل.
په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت، د هغوی د کاروبارونو د ودې او د بازارموندنې آسانتیاوو په اړه خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې محترم مولوي عبدالکبیر د هغو ستونزو یادونه وکړه چې راستنېدونکي کډوال ورسره مخ دي او له هغوی سره یې په دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي ډاډ څرګند کړ چې یاد وزارت به له راستنېدونکو کډوالو سره د کوچنیو کاروبارونو، مسلکي روزنو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي. نوموړي ژمنه وکړه، چې د کډوالو د اقتصادي ثبات او ټولنیز ادغام لپاره به د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره خپلمنځي همغږي لا پیاوړې کړي.
همدار راز په دې لیدنه کې حافظ انس حقاني وویل، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون هڅه کوي چې له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو تر څنګ له افغان شخصیتونو سره د باور فضا رامنځته کړي او هغوی ته د بېرته راستنېدو مناسب شرایط برابر کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ددې موخو د لا ښه تحقق لپاره د اړوندو ادارو همکاري مهمه ده.
محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت له لوري به له دوی سره اړینې همکارۍ وشي، څو دا پروسه لا اغېزمنه او منظم پر مخ ولاړه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته