د مهاجرينو چارو وزارت کې د ساري ناروغيو د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۴:۱۲
ـ

د کانګو او ليوني سپي د ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي برنامه د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچينو رياست په همکارۍ د دغه وزارت يو شمېر کار کوونکو ته د وزارت د ناستو په تالار کې ترسره شوه.
د برنامې په پيل کې د بشري سرچينو رئيس دوکتور مفتي مديرګل احمدي او د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار محمد شېرزاد خبرې وکړې او د داسې برنامو تر سره کول يې مهم وبلل. 
هغه د ناروغۍ او روغتيا په اړه د محمد (ص) احاديثو ته په اشارې سره د چاپيريال په پاکوالي ټينګار وکړ او د برنامې له ګډنوالو يې غوښتنه وکړه، چې په غور سره دې د ډاکټرانو خبرې واوري، غوږ دې ور ته ونيسي او هغه څه چې ډاکټران يې وايي په کاري چاپيريال او کور کې يې له نورو سره شريک کړي، تر څو له دې لارې د ساري ناروغيو مخه ونيول شي.
ورپسې د روغتيا وزارت د کانګو ناروغۍ عمومي مسؤول ډاکټر بشير امين او د ليوني سپي د ناروغيو د کنټرول عمومي مدير ډاکټر جواد اماني د يادو ناروغيو د ماهيت او د هغوی د لېږد د څرنګوالي او مخنيوي په اړه ګډنوالو ته هر اړخيز معلومات ورکړل.
د يادې برنامې د تر سره کېدو موخه د کارکوونکو د پوهې لوړول او هغوی ته د ذکر شوو ناروغيو د مخنيوي د څرنګوالي بیانول وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۵۳
Background image

د وخت مدیریت روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو لپاره د چارو عمومي ادارې د اداري اصلاحاتو ریاست د ملکي خدمتونو د انستیتوت په همکارۍ د وخت مدیریت په نامه دوه ورځنی. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۹:۳۳
Background image

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان له سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره وکتل.

په دې ناستو کې محترم مولوي عبدالکبیر وویل، ایران او پاکستان د افغانستان دوست او مسلمان ګاونډي هېوادونه دي، چې له همدې امله ګڼ مشترکات لري او زیاته یې کړه چې له کلونو یې د میلیونونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۳:۴۸
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې د کړنو د ارزونې پروسې لارښوونیز او ښوونیز پروګرام جوړ شو

په مهاجرینو چارو وزارت کې د چارو ادارې عمومي ریاست د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ادارې په همکارۍ د دغه وزارت مرکزي رییسانو او خپلواکو آمرینو ته د کړنو د ارزونې پروسې یو ورځنی. . .

بېرته خبرونه ته