د مهاجرينو چارو وزير مامورين دې خپلې دندې په صداقت او پروخت تر سره کړي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۶:۱۵
-

د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقا. ني د دغه وزارت کار کوونکو ته د اضافي لګښتونود مخنيوي، د وخت د ضايع کولو او په صداقت او پروخت د دندو د ترسره کولو په اړه خبرې وکړې، ويې ويل، چې مسؤلين او کار کوونکي بايد د بيت المال په ساتنه کې پوره هڅه وکړي.

هغه زياته کړه، چې د دولتي ادارو کار کوونکي د ټولو هېوادوالو خدمتګاران دي، د مراجعينو سره بايد نېکه رويه وشي عريضې او غوښتنې دې يې پروخت طی مراحل او هغوی ته دې وسپارل شي.

د مهاجرينو چارو وزير د الهي فرمانونو په رعايت او پلي کېدو ټينګار وکړ ويې ويل، مامورين بايد په خپل اطاعت او عبادت کې جدي او پابند وي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته