د مهاجرینو چارو وزیر د (UNHCR) موسسې له مشرې سره وکتل
![sadam anwari](/sites/default/files/2022-03/276995617_3230386967192190_6158562061362876835_n.jpg)
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي ادارې یونیسار له مشرې "یومیکو تاکاشیما" سره ولیدل
په دغه ناسته کې په ګاونډیو هیوادونو کې د بې اسناده مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې
ښاغلي حقاني ټینګار وکړ، چې هغه افغانان، چې په نورو هیوادونو کې بې اسنادو دي هغوی هم باید د مهاجرینو له ټولو حقوقو برخمن شي
هغه دغه راز وویل؛ مونږ له څلور رسمي سرحدونو پرته ۱۴ سرحدونه نور لرو، چې افغانان تګ راتګ ورباندې کوي، مونږ به په دې ټولو سرحدونو د اړتیا وړ اسانتیاوې برابرې کړو
اغلې تاکشیما وویل، مونږ موافق یو، چې په ټولو ستونزو کې د مهاجرینو وزارت سره په همغږۍ کار وکړو