د راتلونکي کال پلان به دپخوا په پرتله خورا رښتني او اغېزمنه وي؛ دکډوالو وزير زه يې خپله تعقيبوم

anwari_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۸:۵۴
_____________

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د همغږۍ په ناسته کې چې د نوي مالي کال پلان جوړولو په موخه په وزارت کې جوړه شوې وه، رئيسانو او سيمه ييزو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکي کال پلان  به دپخوا په پرتله خورا رښتني او اغېزمنه وي.

هغه د ويډيو کنفرانس له لارې په ولايتونوکې د کډوالوچارو رئيسانو او استازو سره خبرې وکړې او د ولايتي رياستونو يې غوښتنه وکړه، چې د راتلونکي کال کاري پلانونه د تېر کال په پرتله ګټور جوړ کړي.

دنومړي  په خبره د رياستونو کاري پلانونه دهغه چا دخدمت کولو اساس دی چې څوک يې تمه لري. زه خپله د راتلونکي کال پلانونه د تېر کال د پلانونو سره پرتله کوم ترڅو ډاډ ترلاسه کړم چې د کډوالو وزارت پلانونه د اړمنو لپاره اغېزمن دي.

 

 

په دغه ناسته کې چې د پلان او پالېسۍ رياست  او د ولايتي همغږۍ رياست سره په ګډه همغږۍ جوړه شوې وه،د پلان او پالېسۍ رئيس وړانديز وکړ، چې د نوي کال کاري پلانونه بايد دوامداره پراختيايي موخو، د کډوالو په اړه د افغانستان دنړيوالو ژمنو، په ځانګړي توګه دحل لارو ستراتېژۍ، د پناه غوښتنې نړيوالو تړنونو او په ولايتونوکې د موسسو د پراختيايي پلانونو سره سم وي.

دغه ناسته په داسې حال کې ترسره شوه، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د وزارت اجريوي بورډ په ناسته کې مرکزي رياستونو ته لارښوونه وکړه، چې خپل کاري پلانونه په ډېر دقت او غور سره ترتيب کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته