کډوالو چارو وزير، په هېواد کې د سولې په راتلو سره به د راستنېدونکولوړې شمېرې دوام ومومي

anwari_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴
وزیر امور مهاجرین: با تحقق صلح در کشور آمار بلند برگشت کنندگان ادامه خواهد یافت
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د هرات مرستيال والي سره په ليدنه کې وويل، ايران نه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېرې د کرونا ويروس له امله لوړې شوي،چې دغې موضوع ته به د سولې د راتلو وروسته ادامه ورکړي. هغه د کب په ۲۲مه د کډوالو چارو وزارت د راستنېدونکو د مديريت لپاره د ملي او نړيوالو بنسټونو همغږي کولو لپاره د هڅو اعلان وکړويې ويل، د وزارت د وړانديز سره سم به په راتلونکو پنځو کلونوکې د ايران او پاکستان څخه د سولې د راتلو وروسته دشاوخوا پنځه ميليونو کډوال هېواد ته راستنيږي او کډوالو چارو وزارت اوسمهال په پام کې لري،چې د افغانستان حکومت کډوالو ته د راستنېدو او ځاي په ځای کېدو په برخه کې لازم چمتوالی ونيسي. په ورته وخت کې د هرات مرستيال والي دکډوالو د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه ويې ويل،چې دغه لوړې شمېرې بشري سرچينو مديرت ته اړتيالري او د دولت خدمت رسونه کمزورې کوي. د هرات مرستيال والي وويل، چې د هرات سميه ييز حکومت د ويروس د اخته کېدو څخه د ښاريانو د خوندي کېدو په موخه هڅې کوي په تېزۍ سره سه به د راستنېدونکو د مديرت ناسته جوړه کړي او له دې وروسته ترانسپورتي سيستم داسې منظم شوی چې هرراستنېدونکی خپل ولايت ته مسقيم ولېږدول شي. د هرات ولايت دکډوالو چارو رئيس، چې په ناسته کې يې شتون درلود معلومات ورکړل، چې د پنجشنبې په ورځ ټول ۸۹۸۷ تنه له ايران هېواد څخه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول او له دې ډلې ۲۳۰ تنو مرستو ته اړتيا لرله چې د د وزارت د ادارو له لورې د کومکي کڅوړو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته