د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو او راستنو شویو کوچیانو ته د مرستو رسولو او د هغوی د ستونزو حل په اړه خبرې وشوې.
په پیل کې مولوي بصر صاحب زاده وویل، چې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د ځمکو د غصب له امله کوچیان له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د ژوند ساحه یې تنګه شوې وه.
د نوموړي پر وینا، چې د ځینو ستونزو له امله د کوچیانو مالداري زیانمنه شوې او هڅه کېږي، چې له هغوی سره مرستې وشي او اړینې اسانتیاوې ورته چمتو شي.
هغه کوچیانو ته د څښاک اوبو برابرولو او د هغوی پر زده کړو ټینګار وکړ او د هغوی ځینې ستونزې یې شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د کوچیانو چارو د سمون لوی رییس مولوي بصر صاحب زاده ته ښه راغلاست وویل او د نوموړي د هڅو ستاینه یې وکړه.
ښاغلي وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ته د مرستو رسولو په موخه اړین چمتوالی نیولی او ګڼو امارتي ادارو ته مسوولیتونه سپارل شوي دي.
نوموړي د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره د کوچیانو د چارو د سمون د لوی ریاست وړاندیزونه مهم وبلل او ورته د رسېدنې یادونه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته