د راستنېدونکو او بېځايه شوو شمېرې

د راستنېدونکو او بېځايه شوو شمېرې د ليندۍ د ۱۰مې نېټې نه د ۱۳۹۸ کال د مرغومي تر ۲۱مې، چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر د لومړنۍ نېټې نه د ۲۰۲۰ کال د فبروری د ۱۱مې نېټې سره سمون خوري

راستنېدونکي:

د ۲۰۲۰ کال د جنوري په مياشت کې ۲۸۸۲۴ تنه افغان کډوالو د ايران او پاکستان نه د ميلک، اسلام قلعه، سپين بولدک او تورخم  له لارې او ۲۷۱۴ تنه د اروپايي او نورو هېوادونو څخه حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي، چې يوشمېر کډوالو سره يې د مرستندويه ادارو له لورې مرستې ترسره شوي دي.

په ۲۰۲۰ کال کې په ايران او پاکستان کې د اسناد لرونکو افغان کډوالو شمېر ۷۴ تنه او د بې اسناده افغان کډوالو شمېر۲۸۷۵۰تنه دي. په دې توګه په ۲۰۲۰ کال کې د اروپايي هېوادونو څخه د راستنېدونکو دافغان کډوالو شمېر ۳۱۵۳۸تنو ته رسيږي چې له پاکستان څخه ۱۴ تنه په زرو سره ويستل شوي او ۶۴۸ تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي، د ايران ۱۵۲۹۸ په زرو سره  وېستل شوي او ۱۲۸۶۴ تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي، د اروپايي هېوادونو نه ۶۸ تنه په زور او ۱ تنه په خپله خوښه او دنورو هېوادونو څخه ۵تنه په زور سره وېستل شوي او ۲۶۴۰ تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه دي.

د ۲۰۲۰ کال نه تر اوسه پورې د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر ۱۰۲۴۵۳۵۹تنه دي.

 

بېځايه شوي:

 

د ۲۰۲۰ کال د جنوري په مياشت کې زياتره افغان کډوالو د جګړو او نورو لاملونو له وجې د خپلو اصلي سيموڅخه بېځايه شوي دي، چې زياته برخه يې په لغمان، ارزګان، فارياب، فراه، ننګرهار،پکتيکا، کابل او کندهار کې دي. په دې موده کې ۱۲۰۷ کورنۍ خپلو اصلي سيموته ستنې شوي او ۹۵۴۴ کورنۍ يې دمرستندويه ادارو له لورې د بېړنيو مرستو څخه برخمنې شوي دي، په دې توګه په ۲۰۲۰ کال کې د ټولو داخلي بېځايه شوو شمېر۲۱۷۴۲تنوته رسيږي،چې ۸۴۴۹ تنه يې په دغه کال کې بېرته خپلو اصلي سيموته ستانه شوي دي.