کډوالو چارو وزير دهرات والي سره د ځمکو وېش پروسې په اړه خبرې وکړې

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۱:۳۳
4568

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د وضعيت څېړلو په موخه هرات ولايت ته سفر وکړ  او ليندۍ په ۱۸مه يې  د هرات والي سره يې د ځمکو وېش پروسې په اړه خبرې وکړې.

په دغه ليدنه کې د ځمکو داصلاح او ښارجوړونې وزارت مرستيال، دهرات ولايت دوالي مرستيال،ښارجوړونې رئسانو، چاپيريال ساتنې او دکډوالو چارو رياست استازو شتون درلود؛ دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د ځمکو دوېش  او دنومليکنې پروسې په اړه غوښتونکو ته معلومات ورکړل  ويې ويل، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ۳۰۵ ګڼه فرمان دوه اساسي عنصره،چې يويې دځمکو دپېژندلو کمېسېون او بل يې اړمنوته دځمکو دوېش کنسرسيوم دی.دځمکې پېژندنې کمېسېون په سرکې د ځمکو اصلاح او ښارجوړونې وزارت او ۱۹ نورې دولتي ادارې دي.

 

د ځمکې پېژندنې کنسرسيوم په سرکې د کډوالو چارو وزارت دی، همدارنګه څلور دولتي ادارې، دځمکو داصلاح او ښارجوړونې وزارت، دمرکز شمېرنې او د سيمه اييزو ارګانونو ادارې په ګډون درې نړيوالې ادارې ، يوآن هبيتات، کډوالۍ نړيوال سازمان IOM او د ملګروملتونو د کډوالو اداره UNHCR  په دغه کنسرسيوم کې غړيتوب لري،چې ددوی وظيفه ځمکې ترلاسه کولولپاره د مستحقينو پېژندل دي. دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير زياته کړه، چې د فرمان دپلي کولو  او د زياتې همغږۍ په موخه په ولايتونوکې دهمغږۍ کمېټه د والي په مشرۍ جوړه شي.

دهرات والي عبدالقيوم رحمي د کډوالو چارو وزير دهڅو مننه وکړه او راستنېدونکو اوبېځايه شوو ته يې د خدمتونو په وړاندې کولو کې دهر راز همکاريو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

بېرته خبرونه ته