ښاريانو،ټولينزو او فرهنګي شوراګانو او د باميانو ديني عالمانو د کډوالو وزير د فعاليتونو ستاينه وکړه
يوشمېر ښاريانو،ټولينزو او فرهنګي شوراګانو، د باميانو ديني عالمانو شورا او سپين ګيرو د کډوالو وزير سره په بېلابېلو ناستو کې ليدنه وکړه او د څو ستاينليکونو په ورکولو سره يې دهغه ستاينه وکړه.
دوی د کډوالو چارو وزارت دهڅو ملاتړ کوي،چې په ايران کې دمېشتو بې اسنادو ماشومانوته د زده کړو زمينه چمتوکوي، په پاکستان کې د کډوالو د زورونې مخه نيسي، په پراخه توګه داخلي بېځايه شوو اداره او مديريت کوي، باميانو ولايت کې د دشتې قشقه کډوالو ښارګوټي پرانيسته، په ښارګوټو کې دپراخه پراختيايي برنامو پلي کولو او د يکه ولنګ ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي رغولو له امله مننه وکړه اود باميانو ولايت دبېځايه شوو او راستنېدونکو دکارموندنې او حرفوي زده کړو په برخه کې د شته ستونزو په اړه کډوالو چارو وزير سره خبرې وکړې.
کډوالو وزير دليندونکو سره ژمنه وکړه، چې راستنېدونکواو داخلي بېځايه شوو ته به د حرفوي زده کړو زمينه برابره وي، اود راستنېدونکو او بېځايه شوو ماشومانو د زده کړو په خاطر به جلا هڅې وکړي او ددې لپاره چې په سيموکې بېځايه شوي ماشومان د زده کړو څخه محروم پاتې نه شي، کډوالو چارو وزارت يو هوکړه ليک د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې سره لاسليک کړی، چې په دې اساس هر بېځايه کولای شي په هغه ولايت کې چې ژوند کوي پېژند پاڼه ترلاسه کړي.
همدارنګه هغه د ځمکو دوېش په اړه د ولسمشر د فرمان تعديل او دنوي او دبياځلې د ځمکو د وېش نوي فرمان په اړه معلومات ورکړل.