کډوالو وزارت په شمالي ولايتونوکې دبېځايه شوو د ځای پرځای کولو هوکړه ليک لاسليک کړ
![وزارت امور مهاجرین یک تفاهمنامه همکاری به منظور استقرار بیجاشدگان در ولایات شمال امضا کرد](/sites/default/files/2019-10/75204406_2510119222552305_7131736827857207296_n.jpg)
کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په بلخ، جوزجان او سمنګان کې ديونين ايد موسسې سره دبېځايه شوو دځای پرځای کولو هوکړه ليک لاسليک کړ.
دغه هوکړه ليک د لړم په ۲مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهرخدا صبار او يونين ايد موسسې ترمنځ لاسليک شو.
ياده موسسه به د ذکر شوي هوکړه ليک پر اساس د کوچنيو سيمه اييزو زيربنياوو لکه د ټولنې دمرکزونو، روغتايي مرکزونو، ښوونځيو، پلونو،پلچکونو، ابورسولو شبکې، ظرفيت لوړولو، حرفوي او مسلکي زده کړو او ښځو سره د قابلګۍ کورسونو او سواد زده کړې په برخه کې مرستې کوي، چې ۱۲ زره او ۳۵۸ تنه د پوښښ لاندې نيسي.
د يادې پروژې مالي لګښت ۸۹ ميليونه، ۲۹۰ زره او ۲۳۴ افغانۍ کېږي، چې دالمان هېواد ( G IZ) موسسې له لورې ورکول کېږي.
همدارنګه ذکر شوې موسسه دکډوالو چارو وزارت له خوا ددې برنامو د پلي کولو نظارت او دخپلو کارونو په هرو دريو مياشتو کې راپور ورکولو مسئوليت هم لري.