کډوالو چارو وزير په يونان کې دافغانستان سفير کړنې وستايلې

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۴:۵۰
2

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د لړم په ۲۲مه په يونان کې دافغانستان سفير ميرويس صمدي ستاينليک ورکړ او دکډوالو وضعيت ښه والي په موخه د پاملرنې غوښتونکوشو.

ميرويس صمدي،چې  څه موده وړاندې په يونان کې دافغانستان سفير ټاکل شوی، دخپل ماموريت په کمه موده کې په اتن کې دمېشت کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څانګې سره په ګډه همغږۍ په دې توانېدلی، چې د کډوالو د مديريت، په کمپونوکې افغان کډوالو ته لاس رسی،  ښارونوته د هغوی لېد او افغان کډوالو ته د يونان د چاروکو د پاملرنې جلبولو له امله دکډوالو چارو وزير د هغه رښتنې هڅې وستايلې او ستاينليک يې ورکړ.

عالمي بلخي يونان هېواد  کډوالو مديريت په برخه کې يو له ننګونو ‌ډکې سيمې  يادې کړې ويې ويل، کډوالو چارو وزارت په هڅه کې دی چې ترانزيتي هېوادونو يونان او اندونيزيا سره د ګډ مديرت په برخه کې يو هوکړه ليک ته لاس رسی پيداکړی.

هغه زياته کړه په سوداګريزو هېوادنوکې د کډوالو مديريت  موضوع د پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په کلنۍ ناسته کې بيان کړی او دهغه هېواد د مسؤلينوڅخه يې غوښتنه کړې،چې سوداګريزو هېوادونو ته زياته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت، د هسکې مېنې ولسوالۍ له څو تنو قومي مخورو سره وکتل.

 
د ناستې په پيل کې د هسکې مېنې قومي مخورو د اسلامي امارت له مشرانو سره د لیدنو له امله مننه کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام لخوا د ننګرهار د ولسونو ګڼو غوښتنو ته رسېدنه. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکايوشي کورومايا سره د مخه ښې لیدنه وکړه.

 
ښاغلي تاکايوشي کورومايا د خپل ماموریت پر مهاله د اسلامي امارت او د راستنېدونکو چارو د وزیر لخوا د ورسره شویو همکاریو او لیدنو له امله مننه وکړه.
ښاغلي کورومايا په افغانستان. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۸:۱۱
Background image

تفاهم نامه همکاری در وزارت امور مهاجرین به امضا رسید

یک تفاهم نامه همکاری به ارزش یک صدو 97 هزار و 775 دالر امریکایی با موسسه حمایت پایدار در افغانستان در وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان به امضا رسید.
به اساس تفاهم نامه عقد شده. . .

بېرته خبرونه ته