په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسلیک شو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دغه هوکړه لیک د لاسلیک مراسم د مهاجرینو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس او یادې موسسې د استازو په شتون کې ترسره شول.
دغه پیسې به په هرات کې ۲ زره او ۸۴۴ راستنو شویو کورنیو ته د نغدي مرستو په توګه ووېشل شي.
د مهاجرینو چارو وزارت او IRC موسسې ټینګار وکړ، چې د نیږدې همکاریو له لارې راستنو شویو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په لټه کې دي.
