کډوالو وزير د افغان کډ‌والو وضعيت ښه والي په اړه د جاپان سفير سره خبرې وکړې

sadam_morr
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۹:۳۱
78

Bottom of Formد کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې  د جاپان سفير ميتسوجي سوزوکا سره په ايران او پاکستان کې دافغان کډوالو وضعيت ښه والي او له کوربه هېوادونو څخه د افغان متخصصينو د راستنېدو په اړه خبرې وکړې.

دکډوالو وزير په دغه ناسته کې، چې د ليندۍ په ۱۱مه د وزارت مقام کې ترسره شوه، د جاپان هېواد له همکاريو په ځانګړي توګه دکډوالو په برخه کې دهغې دهمکاريو قدردانی وکړ او د چاپان له حکومته يې وغوښتل، چې په پاکستان کې دکډوالو په کمپونوکې د ښوونکو ملاتړ ، زياتولو  او په ايران اکې دافغان کډوالو د روغتيايي بيمې ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.

هغه زياته کړه، چې د جاپان حکومت کولای شي په ايران او پاکستان کې دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لارې دغو سيمو کې دافغان کډوالو سره مرستې وکړي.

عالمي بلخي د کوربه هېوادونوڅخه د افغان کارپوهانو د بېرته راستنېدو غوښتنه وکړه، چې دچاپان حکومت له لورې يې مالي ملاتړ کېږي، ترڅو دکډوالو ظرفيت په اغېزمنه توګه د هېواد پرمختګ او ودې لپاره وکاروي.

د جاپان سفير د متخصص راستنېدونکو د برنامې د اغېزمنتوب څخه خوښ و ويې ويل، زموږ موخه دمسلکي راستنېدونکو ملاتړ کول دي، ترڅو افغانستان وکولای شي د خپل هېواد د پرمختګ او بيا رغونې لپاره دخپلو کډوالو  ځواک او وړتيا وکاروي.

هغه وويل، چې دکډوالو وزارت د ښوونځيو د ساتنې او دکډوالو د روغتيايي بيمې لپاره د جاپان حکومت سره اداري همغږۍ ته اړتيا لري او دا غوښتنه به يې د مرکز حکومت سره شريکې کړي.

په ورته وخت کې درې تنه راستنېدونکي، چې د کډوالو چارو وزارت په مربوطاتوکې دندې لري، په ناسته کې ګډون کړی و او د جاپان سفارت څخه يې وغوښتل چې د متخصص راستنېدونکو برنامې لپاره خپل ملاتړ زيات کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو لپاره د کډوالو چارو له رئیسانو سره وکتل.

په دې ناسته کې چې په پکتیا، لوګر، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د راستنو شویو د ستونزو پر حل او ورته د اړینو مرستو د رسولو په اړه خبرې وشوې، په پیل کې د یادو ولایتونو د کډوالو چارو رئیسانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۴۱
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د بهار کار،  میشن ایست او زنان برای زنان افغان موسسو سره د ۴۸۷ زره ۲۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه‌لیکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته