کډوالو وزارت په شمالي ولايتونوکې دبېځايه شوو د ځای پرځای کولو هوکړه ليک لاسليک کړ

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲ - ۱۲:۲۸
وزارت امور مهاجرین یک تفاهمنامه همکاری به منظور استقرار بیجاشدگان در ولایات شمال امضا کرد

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په بلخ، جوزجان او سمنګان کې ديونين ايد موسسې سره دبېځايه شوو دځای پرځای کولو هوکړه ليک لاسليک کړ.

دغه هوکړه ليک د لړم په ۲مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهرخدا صبار او يونين ايد موسسې ترمنځ لاسليک شو.

ياده موسسه به د ذکر شوي هوکړه ليک پر اساس د کوچنيو سيمه اييزو زيربنياوو لکه د ټولنې دمرکزونو، روغتايي مرکزونو، ښوونځيو، پلونو،پلچکونو، ابورسولو شبکې، ظرفيت لوړولو، حرفوي او مسلکي زده کړو  او ښځو سره د قابلګۍ کورسونو او سواد زده کړې په برخه کې مرستې کوي، چې ۱۲ زره او ۳۵۸ تنه د پوښښ لاندې نيسي.

د يادې پروژې مالي لګښت ۸۹ ميليونه، ۲۹۰ زره او ۲۳۴ افغانۍ کېږي، چې دالمان هېواد ( G IZ) موسسې له لورې ورکول کېږي.

همدارنګه ذکر شوې موسسه دکډوالو چارو وزارت له خوا ددې برنامو د پلي کولو نظارت او دخپلو کارونو په هرو دريو مياشتو کې راپور ورکولو مسئوليت هم لري.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته