کډوالو وزارت سرپرست پروان ولايت ته په خپل سفر کې د بني ورسک دکډوالو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه

anwari_morr
جمعه ۱۳۹۹/۸/۳۰ - ۱۰:۴۱
______________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي او د ملګرو ملتونو دکډوالو اداري عالي کمېشنر د لړم په ۲۸مه پروان ولايت ته په خپل سفر کې د بني ورسک دکډوالو ښارګوټي څخه ليدنه وکړه او ددې ښارګوټي د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

د ښارګوټي اوسېدونکو د کارموندنې، د ښوونځيو جوړول، د روغتيايي مرکزونو جوړول، دمارکيټونو جوړولوچارې او د اوبو رسونې شبکې جوړول د کډوالو چارو وزارت سرپرست وزير او دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې عالي کمېشنر سره شريکې کړې.

 د کډوالو وزارت سرپرست وزير د ستونزو د اورېدو  ورسته ژمنه وکړه چې دوی ته به  پاملرنه وکړي او د ملګرو ملتونودکډوالو ادارې استازو د پروان ولايت دبني ورسک ښارګوټي کې د پراختيايي پلانونو په اړه خبر داری ورکړ.

د دوی په وينا د ښارګوټي اوسېدونکو لپاره ديادې ادارې له لورې د  نجونو ديو ښوونځی، روغتيايي مرکز او د اوبوشبکې د جوړولو چارې روانې دي. دغه ښارګوټی د ۱۴۰۰۰ کورنيو لپاره طرح او ډېزاين شوی دی،چې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ پکې ژوند کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

د برنامو په پراختيا ټينګار؛د کډوالو  وزير وايي د بيا يوځای کېدو فعاليتونه بايد د امکان ترحه دوامداره وي

پنجشنبه د ليندۍ ۱۳مه

د لوږې لپاره د نړوال سازمان (WHH) له رئس سره په کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي وويل: (( ټولې هغه پروژې چې د راستنېدونکو او د بېځايه. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۰:۵۵
Background image

د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د ( بوداپست ) په ناسته کې چې د ترکيې حکومت په مشرۍ جوړه شوې وه په انلاين ډول ګډون وکړ

په دې ناسته کې هغه وويل: چې افغان حکومت د کډوالۍ په پراخه پالېسۍ کارکوي. ددې سربېره هغه د سولې وروسته د ستراتېژۍ بشپړولو او د کډوالۍ پالېسۍ په قانوني کېدوکې يې د پرمختګ خبر ورکړ.

ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

دپناه غوښتونکو مرستيال په کابل کې د ډنمارک سفارت دکډوالۍ برخې له رئيس سره وليدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ  په کابل کې د ډنمارک سفارت د کډوالۍ برخې له رئيس سره د راستنېدونکو د دوامداره ادعام لپاره دواړو لوريو په پلانونو. . .

بېرته خبرونه ته