ښاريانو،ټولينزو او فرهنګي شوراګانو او د باميانو ديني عالمانو د کډوالو وزير د فعاليتونو ستاينه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۷ - ۹:۵۷
12544

يوشمېر ښاريانو،ټولينزو او فرهنګي شوراګانو، د باميانو ديني عالمانو شورا  او سپين ګيرو  د کډوالو وزير سره په بېلابېلو ناستو کې ليدنه وکړه او د څو ستاينليکونو په ورکولو سره يې دهغه ستاينه وکړه.

دوی د کډوالو چارو وزارت دهڅو ملاتړ کوي،چې په ايران کې دمېشتو بې اسنادو ماشومانوته د زده کړو  زمينه چمتوکوي، په پاکستان کې د کډوالو د زورونې مخه نيسي، په پراخه توګه داخلي بېځايه شوو اداره او مديريت کوي، باميانو ولايت کې د دشتې قشقه کډوالو ښارګوټي پرانيسته، په ښارګوټو کې دپراخه پراختيايي برنامو پلي کولو او د يکه ولنګ ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي رغولو  له امله مننه وکړه اود باميانو ولايت  دبېځايه شوو او راستنېدونکو دکارموندنې او حرفوي زده کړو په برخه کې د شته ستونزو په اړه کډوالو چارو وزير سره خبرې وکړې.

کډوالو وزير  دليندونکو سره ژمنه وکړه، چې راستنېدونکواو داخلي بېځايه شوو ته به د حرفوي زده کړو زمينه برابره وي، اود  راستنېدونکو او بېځايه شوو ماشومانو د زده کړو په خاطر به جلا  هڅې وکړي او ددې لپاره چې په سيموکې بېځايه شوي ماشومان د زده کړو څخه محروم پاتې نه شي، کډوالو چارو وزارت يو هوکړه ليک د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې سره لاسليک کړی، چې په دې اساس هر بېځايه  کولای شي په هغه ولايت کې چې ژوند کوي پېژند پاڼه ترلاسه کړي.

همدارنګه هغه د ځمکو دوېش په اړه د ولسمشر د فرمان تعديل او دنوي او دبياځلې د ځمکو د وېش نوي فرمان په اړه معلومات ورکړل. 

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

په هلمند ولایت کي د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د لمړي فاز د بنسټ ډبره کښېښودل شوه

د هلمند ولایت واشېر ولسوالۍ اړوند سیمه کي د کندهار هرات عمومي سړک ته څېرمه د مهاجرینو د ښارګوټي دلمړي فاز د جوړولو د بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ ګې کښېښودل شوه.
په دې مراسمو کي د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د عامي روغتیا وزارت له مرستیال مولوي عبدالولي حقاني سره وکتل.

په دې لیدنه کې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو افغانانو ته د روغتیايي چوپړتیاوو پر څرنګوالي او امکاناتو خبرې وشوې ښاغلي حقاني په تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه، نیمروز او د. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۲۰:۳۵
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبــیر د کور او ښار جوړولو وزارت د معین شیخ مدار علي بامیاني په مشرۍ د پروان د غوربند درۍ د یو شمېر مجاهدینو په ګډون له علماوو او قومي مخورو سره وکتل.

په پيل کې شیخ مدار علي بامیاني له ولس سره، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام له مرستو او همکاریو مننه وکړه او له خلکو سره یې د اسلامي امارت د مشرانو لیدنې ګټورې وبللې.
. . .

بېرته خبرونه ته