په کابل کې د سويډن سفارت استازو د پناه غوښتونکو مرستيال سره وليدل

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۴۰
وفی الله کاکړ

په کابل کې د سويډن سفارت استازو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ سره  د تلې په ۲۸مه وليدل او د سويډن دولت څخه يې مننه وکړه چې د افغانستان حکومت سره يې ژمنې کړي.

په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د کډوالۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په لا ډېرو همکاريو هوکړه وکړه.ښاغلي کاکړ وويل، چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس خپورو شوی او د دولتونوترمنځ ګډه کمېټه دکډوالو بېرته ستنېدل او د پناه غوښتونکو هوايي پروازونه بيا تصيبوي  او په دې اساس اړينه ده چې ټول هېوادونه د بېرته ستنېدو په ټولو مراحلو کې احتياطي تدابير ونيسي.

سربېره پردې دکډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال په سويډن کې د افغان کډوالو اندېښنې په کابل کې د سويډن سفارت چارواکو سره شريکې کړې او د سويډن پرحکومت يې غږ وکړ چې دغه  اندېښنې په ګوته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته