له اروپايي ټولنې سره د پناه غوښتونکو دمرستيال خبرې؛په دې ناسته کې د کډوالۍ پر هر اړخيزې پالېسۍ خبرې وشوې

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۲:۴۰
_____________

په هغه ناسته کې چې دغويي په ۱۵مه په انلاين ډول ترسره شوه، دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړد کډوالۍ هراړخيزې پالېسۍ CMP اود دې کاري پلان کې ترسره شوو پرمختګونو ته په اشارې سره د ظرفيت جوړونې په برخه کې د کډوالو وزارت اړتياوې او د پالېسې د پلي کولو لپاره د متخصصينو درلودل مني.

ښاغلي کاکړ وويل: د کډوالۍ هر اړخيزې پالېسۍ مسوده به اړنده ملي او نړيوالو ادارو ديوې سروې وروسته د ولسمشر دفتر ته واستول شي، او په نږدې راتلونکي کې به موږ ددې لپاره دکاري پلان د چمتو کولو کار پيل کړو.

نوموړي ټينګار وکړ چې ددې پالېسۍ لپاره کاري پلان بايد ددغه وزارت د پنځه کلن کاري پلان په څېرجوړ شي. کاکړ د کډوالو چارو وزارت لپاره د تخينکي ملاتړ اود ظرفيت لوړولو اړتيا ته اشاره وکړه او له اروپايي تولنې يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې ژمنه وکړه چې په دې برخه کې د کډوالو وزارت ملاتړ وکړي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته