سویډن کې مدني فعالان دافغان کډوالو دبېرته ستنېدوغوښتونکي شو

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۴:۸
__________

په سویډن کې د مدني ټولنې او بشردوستانه سازمانونو استازو د یکشنبې په ورځ دجون په ٢٣مه مه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو دمرستیال وفي الله کاکړ سره دویډیوي کنفرانس له لارې له سويډن څخه دافغان کډوالو دجبري راستنېدنې د مخنیوي لپاره د یوې حل لارې غوښتنه وکړه.

دوی په افغانستان کې د مخ په ډیریدونکي محکومیت او ناامنۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړ ه د کډوالو دبېرته ستنېدو غوښتنه یې وکړه او د کډوالو چارو وزارت څخه یې وغوښتل چې د سویډن چارواکو سره د خبرو پرمهال سویډن ته د افغان کډوالو دبېته راستنېدو مخه ونیسي

په ورته وخت کې د پناه غوښتونکو مرستیال د افغانستان او اروپايي ټولنې ګډه اعلامیه او له سویډن سره د دوه اړخیزه هوکړه لیک دلاسلیک یادونه وکړه زیاته یې کړه چې د دې ګډو سندونو له مخې د ماشومانو ، میرمنواو ناروغانو په ګډون د کډوالو زیان منونکې ډله زاړه ، د اجباري ایستلو څخه خوندي دي. همدارنګه په دغو لاسلیک شوي سندونو کې د کورنیو جلا کول هم منع اعلان شو.

همدا رنګه ښاغلي کاکړ دسویډن دمدني ټولنې او بشردوستانه سامانونودهمدردۍ نه مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته