د کډوالو چارو وزير د بلخ ولايت دغاليو جوړونکو د ښارګوټي نه ليدنه وکړه

anwari_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۷:۲۶
12

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د چنګاښ په ۲۶مه  بلخ ولايت ته په خپل سفر کې د بلخ ولايت دغاليو جوړونکو د ښارګوټي نه ليدنه وکړه او دهغوی ستونزې يې واورېدې.

د غاليو جوړونکو د ښارګوټي اوسېدونکو دښاري او ټولنيزو خدماتو چمتو کولو لپاره دکډوالو چارو وزارت څخه مننه وکړه، يادونه يې وکړه چې د اوبو رسولو شبکه د کډوالو چارو وزارت ترمشرۍ لاندې جوړه شوې او دولتي برېښنا هم لري.همدارنګه د کرونا ويرس د خپرېدو پرمهال دکډوالو رياست له خوا تل دپوهاوي برنامې پر لاره اچول شوي او د نړيوالو مرستندويه ادوارو په همکارۍ د ښارګوټي په جوماتو او ګڼې ګوڼې ځايونوکې د اوبو ټانکونه او لاس مينځلو دستشويانې جوړې کړي.

دغه اوسېدونکي د ښارګوټي د ځمکې غصب يوه عمده ستونزه يادوي او د کډوالو اوراستنېدونکو چارو وزارت څخه يې ددغې ستونزې دحل او په ښارګوټي کې د جومات د ودانۍ د بشپړولو غوښتنه وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي  د ښارګوټي د بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او د ښارګوټي د داخلي سړک په اړه يې دکډوالو رياست نه معلومات ترلاسه کړل، ژمنه يې وکړه، چې د وزارت په پلانونو کې به دجومات ودانۍ بشپړولو مسله هم شامله کړي.

د يادونې وړ ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير دخپل سفر په لړ کې د بلخ ولايت له والي سره د عالۍ اوبدلو ښارګوټي د اوسېدونکو د ستونزو دحل په خاطر خبرې وکړې او له دې وړاندې يې د سوداګرۍ او صنعت سرپرست سره خبرې کړې وې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته