د کډوالو چارو وزارت کارکوونکو د بايومټريک د ثبت پروسه د اداري اصلاحاتو کمېسيون له لورې پيل شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۱۱:۴۲
وزیر

د ملکي خدمتونو د کار کوونکو د بايو مټريک پروسه چې د اداري اصلاحاتو کمېسيون له لورې پرمخ وړل کېږي د تېرې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۸ مه د کډوالو چارو وزير په شتون کې په دغه وزارت کې پيل شوه.

د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو د مسئولينو په وينا، دغه پروګرام د جمهوري رياست د فرمان له مخې ترسره کېږي او دملکي حدمتونو ټول کارکوونکي په ادارو کې د بنسټيزو اصلاحاتو د غوره مديريت، د روڼتيا رامنځ ته کولواو دکارکوونکو د خيالي بستونو څخه د مخنيوي په موخه بايومټريک کيږي، ددوی په وينا تر اوسه د لسو دولتي ادارو کارکوونکي په دغه پروسه کې ثبت شوي دي.

د کډوالو چارو وزير د اداري اصلاحاتو کميسون د کړنو څخه دمننې او ياد پروګرام ته د بشپړ چمتوالي ترڅنګ وويل، چې دغه پروګرام د روڼتيا رامنځ ته کولو او په تشکيلاتو کې د خيالي بستونو څخه مخنوی کوي،خو د حکمي، سرپرستو، باالمقطع، خدمتيانو او هغه کسانو چې د غيرې اختياري بوديجې څخه معاش اخلي يو لړ ستونزې لري هيله لرم چې د اداري اصلاحاتو کميسون دغه ستونزې په نظر کې ونيسي تر څو په دولتي ادارو کې د شفافيت پرځای يوه ستونزه رامنځ ته نه شي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

بېرته خبرونه ته