د پناه غوښتونکو مرستيال په افغانستان کې د SEEFAR سازمان استازي سره خبرې وکړې.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۰:۴۵
Facebook

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ په افغانستان کې د سيفار سازمان استازي اليسن کولمن سره لينده وکړه.

اغلې اليسن لومړی په کابل او ننګرهار ولايت کې دکډوالو په اړه د معلوماتو راټولو، بشر حقونو، جبري کارونو، د اطلاعاتو سترتېژۍ او دمعلوماتي ټيکنالوژۍ روانې روزنې په اړه توضيحات ورکړل.

وروسته ښاغلي کاکړ وويل: که سيفار غواي په افغانستان کې د کډوالو په برخه کې کار وکړي، نو ددې ادارې لپاره لازمه ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره د همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړي او په هېواد کې د هغې سره سم کار وکړي.

په ورته وخت کې اليسن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په ګډه کار کولو ته لېواتيا وښوده ويې ويل: چې هغه به د ثبت لپاره اړين اسناد دې وزارت ته واستوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي نیکولا بیلومو سره تعارفي لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې راستنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۵۳
Background image

په ننګرهار کې د راستنېدونکو د پرمختللي ډیټابیس د لنډمهاله مېشتېدنې برخه فعاله شوه

تېره ورځ د ننګرهار تورخم فرضي کرښې په عمري کمپ کې د راستنېدونکو په پرمختللي ډیټابیس کې د لنډمهاله مېشتېدنې برخه د مهاجرینو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ، د کډوالو تحقیق او معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د افغانستان ښځو ټولنیزو خدمتونو موسسې سره د ۷۳ زره او ۱۲۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په هرات کې ۳۶۰ زره. . .

بېرته خبرونه ته