د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د ( بوداپست ) په ناسته کې چې د ترکيې حکومت په مشرۍ جوړه شوې وه په انلاين ډول ګډون وکړ

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۰:۵۵
____________

په دې ناسته کې هغه وويل: چې افغان حکومت د کډوالۍ په پراخه پالېسۍ کارکوي. ددې سربېره هغه د سولې وروسته د ستراتېژۍ بشپړولو او د کډوالۍ پالېسۍ په قانوني کېدوکې يې د پرمختګ خبر ورکړ.

ښاغلي کاکړټينګار وکړ چې د انساني قاچاق مخنيوی، دې پدېدې ته ځواب ويل او اداره کول يې د افغان حکومت په لومړيتوبونوکې ځای لري.

همدارنګه د پناه غوښتونکو مرستيال د کډوالو په اړه د اورپايي ټولنې سره د همکاريو په ګډې اعلاميې، د (APAPPS) برنامې له مخې له پاکستان څخه د راستنېدونکو لپاره دعمل پلان، په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د برېښنايي پېژند پاڼو وېشل او د بيا پخلاينې اړتيا په پام کې نيولو سره د افغانو په خپله خوښه او تدريجي ډول بېرته ستنېدو په اړه د ترکيې سره د افغان حکومت د تعامل په اړه خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مقام د دفتر رییس د چین سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په کابل کې د چین هېواد سفارت د اقتصادي او تجارتي سلاکار ښاغلي ماچنګوانګ او د اقتصادي او تجارتي څانګې درېیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۳۷
Background image

له څلورو همکارو موسساتو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له څلورو همکارو بنسټونو سره د یو میلیون، ۲۳۰ زره او ۷۸ امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیکونو له مخې به دغه موسسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د کابل د چهار اسیاب او سروبي ولسوالیو له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او ځايي خلکو د ځینو غوښتنې په اړه خبرې وشوې، د پیل په ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ حاضرو مخورو په خپله سیمه کې. . .

بېرته خبرونه ته