د پناه غوښتونکو مرستيال د کډوالۍ دپراختيا دنړيوالې همکارۍ د مسؤل سره وليدل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۸:۴۵
____________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د تلې په ۲۹مه له غرمې وروسته د کډوالۍ دپراختيا دنړيوالې همکارۍ (ICMPD)د برخې له رئيس مارتاين پلوم سره ليدنه وکړه او د دواړو ادارو په زياتو همکاريو يې خبرې وکړې. د پناه غوښتونکو مرستيال د (ICMPD) ادارې د ښو همکاريو څخه مننه وکړه ويې ويل، چې ستاسې ښه همکاري ددې سبب شوه چې موږ دکډوالو ته درسېدو او مديريت لپاره يوه جامع پالېسي ولرو. په دغه ناسته کې دواړو لوريو هوکړه وکړه چې دکډوالو ددغې پراخې پالېسۍ د نهايي کولو لپاره به ګړندي ګامونه پورته کړو. ښاغلي کاکړ د (ICMPD) ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې کډوالوکارکوونکو دقانوني کولو، ظرفيت لوړنې او د ډيپورت شوو د وړتياو د استفادې او نورو برخوکې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره همکاري وکړي او په دې برخه کې خپل فعاليتون نور هم تېز کړي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته