د مهاجرینو چارو وزیر د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره  ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۲۲:۵۲
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالکبیر  سره د غوايي په (٢٧) مه  ناسته وکړه.
په ناسته کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر په بهرنیو هېوادونو کې د افغان مهاجرو د حج د سهم او هغوی ته د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل ویې وویل، افغان مهاجرین چې د حج د اداء کولو تکل لري په مکه معظمه او مدینه منوره کې د غوره استوګنځي ترڅنګ هغوی ته د استادانو  بشپړې تابیاوې هم شوې دي. 
هغه زیاته کړه، د مهاجرینو چارو وزارت پلان لري څو په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرینو حالت له نږدې وارزوي،چې اوسمهال هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو د مهاجرینو  دراستنېدو کچه زیاته شوې او هغه مهاجرین چې هېواد ته راستنېږي په سرحدي سیمو کې ورته لازم امکانات هم ورکول کېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالکبیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر څخه مننه وکړه ویې  وویل، لا هم ګاونډیو هېوادونو کې ګڼ شمېر افغان مهاجرین  ژوند کوي او اړتیا ده چې د هغوی د دایمي ستونزو د حل لپاره د نړیوالو ادارو په مرسته اغېزمن اقدامات وشي. 
نوموړي وویل، حج ته د افغان مهاجرینو په استولو کې د مهاجرینو  او راستنېدونکیو چارو وزارت هڅې مهمې دي. 
ښاغلي مولوي عبدالکبیر  له ټولو افغانانو  څخه چې له هېواده بهر دي وغوښتل چې خپل هېواد ته را وګرځي او په خپل ټاټوبي کې د عزت ژوند غوره کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته