د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د همغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۰:۴۵
-
یاده غونډه، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه وزارت مرستیالانو، رئیسانو او مستقلو امرینو په کې ګډون درلود.
په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت د فعالیتونو، پلانونو او ستونزو په هکله خبرې وشوې او اړونده مسوولینو د خپلو چارو په اړه محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل.
د مهاجرینو چارو وزیر د ستونزو او ننګونو د حل په اړه ډاډ څرګند کړ او ګډونوالو ته یې په کارونو کې د اخلاص، امانت او چټکتیا سپارښتنه وکړه.
ښاغلي مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې وویل، مونږ له عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله سره بیعت په کومه ځانګړې دنده نه دی کړی، بلکې په اسلام او شریعت مو ورسره کړی او د اسلامي نظام تر سیوري لاندې پر اطاعت مکلف یوو.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د کډوالو چارو وزارت ټول مسوولین او کارکوونکي دې خپلو کارونو ته د تېر په څېر دوام ورکړي او د منفکي یا تبدیلۍ په اړه دې اندېښنه نه کوي.
په ناسته کې د وزارت مرستیالانو او رئیسانو په خپل وار سره د مهاجرینو چارو وزارت ته د محترم مولوي عبدالکبیر ورتګ یو ښه زیری وباله او نوموړي ته یې د اطاعت، همکارۍ او ژمنتیا ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته