د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالكبير د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره وکتل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۲۰:۸
_
په دې ناسته چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت معین کلیم الرحمان فاني هم حضور درلود، پاکستان هېواد ته د اسلامي امارت پلاوي د وروستي سفر د لاسته راوړنو او لیدنو په هکله خبرې وشوې.
ښاغلي نورالدین عزیزي د نوموړي په مشرۍ اسلام آباد ته سفر له لاسته راوړنو ډک یاد کړ او زیاته یې کړه د کډوالو، د دواړو هېوادونو تر منځ پر سوداګرۍ او هلته د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل په هکله له پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې وشوې او د ستونزو د حل په اړه یې ژمنې ترلاسه کړې دي.
ښاغلي کلیم الرحمان فاني وویل، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه ځينې اقدامات پیل کړي او تمه ده چې کړې ژمنې ژر عملي کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د نورالدین عزیزي په مشرۍ پاکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو په عزت راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او همدارنګه په کور دننه ورته اړینې اسانتیاوې چمتو شوې دي.
د محترم مولوي عبدالکبیر په وینا چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادنو سره مثبتې اړیکې غواړي او د مسایلو حل په برخه کې خبرو ته لومړیتوب ورکوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته