د مهاجرينو چارو وزارت د ستراتېژيک پلان مسوده له همکارو بنسټونو سره شريکه شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۱۵:۱۵
--

د مهاجرينو چارو وزارت د پېنځه کلن ستراتېژيک پلان مسوده د تلې په (۱۳) مه د يوې ناستې په ترڅ کې له همکارو بنسټونو سره شريکه شوه.

د ناستې په پيل کې د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي خبرې وکړې ويې ويل، د راتلونکو پېنځو کلونو لپاره په هېواد کې د مهاجرينو، راستنېدونکو او بېځايه شوو پروخت او غوره خدماتو وړاندې کولو  يوې ستراتېژۍ ته اړتيا ده او په دې برخه کې تر يوه حده کار شوی دی.

هغه زياته کړه، له دغه وزارت سره د ملي او نړيوالو همکارو بنسټونو ګډ کار او فعاليتونو ته په کتو مو وغوښتل چې د دغه سند مسوده له تاسو سره شريکه کړو او په هغې کې ستاسې نظرونه او تجربې شاملې کړو، ترڅو د پلي کېدو پرمهال په همغږۍ کار وکړو.

د همکارو بنسټونو استازو د وزارت دغه کړنه ګټوره وبلله او په دې برخه کې يې د همکاريو ژمنه وکړه، چې په په خپلو دفترونو کې به تر نورو بحثونو وروسته خپل نظرونه را ولېږي.

په دغه ناسته کې (OCHA,UNHCR,NRC,DRC,UNAID, IOM,HABITAT) دفترونو استازو ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته