د مهاجرينوچارو وزارت او د بېځايه شوو د کمپونو د تنظيم کاري ډلې ګډه ناسته ترسره  شوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۵:۴۰
-

د مهاجرينو چارو وزارت د بېځايه شوو  دايمي حل لارو او د کمپونود تنظيم کاري ډلې چې څو موسسې پکې شاملې دي  ګډه ناسته د وږي په ۲۲مه په وزارت کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د پلان او پالېسۍ د رئيس مولوي محمود الحق احدي، د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس مولوي سردار شېرزاد، د ملل متحد د بشري مرستو د همغږۍ موسسې مرستيال محمد خاطر زيد، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د کلستر د همغږۍ او کاري ګروپ مسؤل ښاغلي ونسن ديوپن، دناروې ټولنې مسؤل عابد همت او د ملل متحد د بيا يوځای کېدو د پروګرام دفتر مسؤل عبدالديان راسخ  په ګډون ترسره شوه ،چې پکې د حالاتو د څېړنې، د سروې د پلان د جزياتو او د بېځايه شوو د پېژندنې په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي ونسن وويل، د بېځايه شوو د وضعيت د ښه درک کولو له پاره اړينه ده، چې يوه ستراتېژي جوړه کړو او ګډې موخې وټاکو، چې په دې سره موږ کولای شو، چې په همغږۍ او ګډ کار سره له بېځايه شوو څخه ملاتړ او هغوی ته رسيدګي وکړو.
 هغه زياته کړه، د کورنيو بېځايه کېدل ستونزې رامنځته کوي او موږ د کابل د مهاجرينو چارو رياست سره هوکړه کړې،چې د بېځايه شوو کمپونه سروې او د کورنيو شمېر او غړي يې مشخص کړو، ترڅو وکولای شو،چې  د مرستو او همکاريو پلانونو پلي کړو.
د پلان او پالېسۍ رئيس محمود الحق احدي وويل، د وزارت او اسلامي امارت موخه داده، چې ټول بېځايه شوي په عزت او خوندي توګه خپلو اصلي سيموته او ياهم نورو مناسبو ځايونو ته ولېږل شي ترڅو هغوی ته د سرپناه د جوړولو زمينه برابره شي.
هغه په دې برخه کې د همکاريو د ترسره کېدو مننه وکړه او دا يې اړينه وبلل، چې د وضعيت تحليل او پايلې يې له دولتي چارواکو سره شريکې کړې او پرګډ کار يې ټينګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مرستيال محمد خاطر زيد وويل،  چې لومړی به يو ابتدايي او معلوماتي سروې ترسره شي او ددې کار له پاره به له اړوندو څانګه سره په همغږۍ او هوکړې يوه تخنيکي کمېټه جوړه شي، څو فعاليتونه په همغږۍ او همکارۍ ترسره شي.
همدارنګه د وزارت د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس سردار شېرزاد په دې ناسته کې وويل، چې د وزارت موخه بېځايه شوو ته د بشري خدماتونو او مرستو په رسولو کې د همغږيو رامنځ ته کول دي او موږ په دې برخه کې د همغږيو او همکاريو ډاډ ورکوو او هڅه کوو، چې د دولت او بنسټونو په ملاتړ بېځايه شوي د سرپنا، ښونيزو او روغتيايي خدماتو څخه برخمن کړو.
شېرزاد وويل، چې په کابل کې د بېځايه شوو کسانو د سروې په پروګرام کې بايد اړتياوې په پام کې ونيول شي  او بايد وويل شي، چې د وزارت امکانات محدود او ستاسې ګډو فعاليتونو او همکاريو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه، زموږ اصلي موخه ګډه ناسته او ګډ کار دی، موږ به په راتلونکي خپل  پلانونه له تاسې سره شريک کړو.
په پای کې ښاغلي احدي وويل، هيله ده، چې زموږ ستراتېژيکې موخې په ياد ولرئ، د خپلو فعاليتونو پيل، سيمه او د همکاريو څرنګوالی د مهاجرينوچارو زوارت سره شريک کړئ، ترڅو د وزارت مشر تابه له پرېکړې وروسته په دې اړه  په راتلونکې ناستې کې خبرې  او وروستۍ پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره وکتل.

په دې ناسته کې چې له ښاغلي مولوي مهرالله حماد سره د پکتیا د کډوالو چارو رئیس مولوي عبدالولي منګل هم برخه لرله، په پیل کې ښاغلي والي په یاد ولایت کې د راستنو شویو د ژوند د وضعیت په اړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ته د سفر په ترڅ کې له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د کاري وضعیت، کړنو ترسره کولو لړۍ، کډوالو ته خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، دندو ترسره کولو تګلارې او. . .

بېرته خبرونه ته