له یوې همکارې موسسې سره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن له دوامداره پراختیا او هوساینې موسسې سره د ۳ میلیونه ۱۸۸ زره او ۶۲۰ افغانیو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړهلیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۸۰۰ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنې غړو ته د عامه پوهاي او نغدي مرستو په برخو کې مصرف شي.
د مهاجرینو چارو وزارت د ورته هوکړهلیکونو لاسلیکول راستنو شویو ته د عامه پوهاوي او ښه خدمت وړاندې کولو په برخو کې غوره چاره ګڼي.
