د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې کډوالو چارو وزارت سره د دفتري وسايلو مرسته وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۴:۴۸
13

د دفتري وسايلو د سپارلو سند د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  سرپرست  وزير په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رئيسې ميرمن بيورن کرولاين سره لاسليک کړ.

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير په دغه وزات کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې د رئيسې دهمکاريو مننه وکړه او بېځايه شوو او راستنېدونکوته د رسېدو او د وزارت سره په لا زياتو همکاريو ټينګار وکړ.

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( unhcr  ) رئيسې وويل، په يوې سروې کې په ولايتونوکې د کډوالوچارو رياستونو  او آمريتونو د دفترونو اړتياوې مشخص شوې وې او د دغه وسايلو نه به د اړمنو او بېځايه شوو د سروې او د مرستو دوېش په برخه کې استفاده کېږي.

 

د يکشنبې په ورځ د وږې په ۳۰مه ۱۵ موټره او ۳۹ کمرې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( unhcr  ) له لورې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارل شوې،چې له دې مخکې ۱۲۰ کمپيوټرونه او ۵۲ پرنټرې ددغې ادارې له لورې کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت سره مرستې شوې وې.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۵:۸
Background image

تېره اونۍ په هېواد کې زرګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

 

په تېرې يوې اونۍ کې د هېواد په يولسو ولايتونوکې ۴۱۶۶ بېځايه شوو کورنيوسره د تلې د ۲۶ نېټې څخه د لړم تر لومړۍ نېټې پورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږئ د يوشمېر مرستندويه. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۸:۴۵
Background image

د پناه غوښتونکو مرستيال د کډوالۍ دپراختيا دنړيوالې همکارۍ د مسؤل سره وليدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د تلې په ۲۹مه له غرمې وروسته د کډوالۍ دپراختيا دنړيوالې همکارۍ (ICMPD)د برخې له رئيس مارتاين پلوم سره ليدنه وکړه. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۸:۴۱
Background image

په کابل کې دناروې سفير دکډوالو وزارت سرپرست او نوماند وزير سره وليدل

په کابل کې د ناورې سفير اولی اندريس لندمن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نورالرحمن اخلاقي سره وليدل.

په دغه ناسته کې په ناروې هېواد کې د افغان کډوالو د وضعيت،. . .

بېرته خبرونه ته