د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې کډوالو چارو وزارت سره د دفتري وسايلو مرسته وکړه

sadam_morr
Mon, Sep 21 2020 2:48 PM
13

د دفتري وسايلو د سپارلو سند د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  سرپرست  وزير په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د رئيسې ميرمن بيورن کرولاين سره لاسليک کړ.

کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير په دغه وزات کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې د رئيسې دهمکاريو مننه وکړه او بېځايه شوو او راستنېدونکوته د رسېدو او د وزارت سره په لا زياتو همکاريو ټينګار وکړ.

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( unhcr  ) رئيسې وويل، په يوې سروې کې په ولايتونوکې د کډوالوچارو رياستونو  او آمريتونو د دفترونو اړتياوې مشخص شوې وې او د دغه وسايلو نه به د اړمنو او بېځايه شوو د سروې او د مرستو دوېش په برخه کې استفاده کېږي.

 

د يکشنبې په ورځ د وږې په ۳۰مه ۱۵ موټره او ۳۹ کمرې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ( unhcr  ) له لورې کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارل شوې،چې له دې مخکې ۱۲۰ کمپيوټرونه او ۵۲ پرنټرې ددغې ادارې له لورې کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت سره مرستې شوې وې.

 

 

Latest news

BACK TO NEWS