د مستحقو خلکو د پېژندګلو دکنسرسيوم ناسته په کابل کې ترسره شوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۵:۳۵
اولین جلسه کنسرسیوم تشخیص مستحقین ولایت کابل برگزار شد

د مستحقو خلکو د پېژندلګوۍ لومړنۍ ناسته د کنسرسيوم د غړو په شتون کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، په دې ناسته کې د راستنېدونکود نومليکنې په عملي پيل، ادارو په همغږۍ او د نومليکنې بهير په څرنګوالي  خبرې اترې وشوې.

دغه ناسته د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان، دمستحقو د پېژندلو او  دافغانستان د اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په لارښوونه  د ديرک  دمخکنۍ ناستې په اساس ترسره شوه. 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وويل، چې په ولايتونو او کډوالو چارو رياستونو کې د کنسرسيومونو مشري په غاړه لري اود کابل د کنسرسيوم نورې ناسته به د کابل ولايت دکډوالو چارو رئيس په غاړه ولري.

هغه زياته چې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په کابل او هرات ولايتونو د راستنېدونکو د نومليکنې دفترونه بشپړ کړي او ډېر ژر به د راستنېدنکو د نومليکنې کارونه په يادو ولايتونو کې پيل شي.

عالمي بلخي زياته کړه  په  تېرو وختونو کې د مستحقو د پېژندګلوۍ د شفافيت (روڼتيا)  په برخه کې پوښتنې موجودې وې  مګر د فرمان په تعديل او د کنسر سيوم  په تعريف کولو سره مسله د څوملي او نړيوالو سازمان په يوځاکولوسره حل شوې.  دشفافيت په موخه رستنېدونکي بايومټريک کېږي او زه هيله لرم چې دکنسر سيوم غړي به د راستنېدونکو په پېژندلو کې مسؤلانه عمل وکړي.

همدارنګه د( يو ان هبيتات) اوشمېرنې ادارې استازو معلومات وړاندې کړ او د ارستنېدونکو  د نومليکنې د پيل په برخه کې يې د پوره چمتوالي خبر وکړ.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

بېرته خبرونه ته