د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په شمالي ولایتونو کې د اسلامي امارت د پراختیايي چارو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې، په پیل کې ملا رحمت الله محمداکا د الفتح قول اردو په ساحه کې د امنیت ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره هغو سیمو ته د تګ راتګ زمینه برابره شوې، چې تر دې وړاندې هېڅ پام ورته نه و شوی او حکومتونو ورته لاس رسی نه درلود.
دغه راز ښاغلي معاذ سرپل ته د ورستنو شویو وضعیت په اړه د معلوماتو شریکولو پر مهال وویل، چې په سرپل کې سیمه ییزې ادارې ګڼ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري او د ولس د همکارۍ په پایله کې ګڼې پراختیايي پروژې پیل شوې دي.
د نوموړي پر وینا، چې په سرپل کې د ودانیزو او پراختیايي چارو د پراختیا لپاره هڅې پیل شوې او تمه کېږي، چې په کلیوالو سیمو کې به لا ډېر کارونه پیل شي.
هغه د کډوالو اړوند ځینې وړاندیزونه شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې مهاله په سرپل کې له راستنو شویو سره ځينې اړینې مرستې شوې.
محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته ښه راغلاست ووایه او د اسلامي امارت په چارو کې یې د هغوی ستاینه وکړه.
محترم وزیر اسلامي امارت د افغانانو د یووالي یوازېنی ادرس یاد کړ او یادونه یې وکړه، چې له خلکو سره دې ښه چلند وشي، مشورې او وړاندیزونه دې یې پر وخت واورېدل شي.
نوموړي راستنو شویو ته خدمت خپل مسوولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې اړمنو ته د خوراکي توکو، سرپناه او نغدي مرستو ګڼې برنامې د پلي کېدو په حال کې دي او په سرپل کې به له راستنو شویو سره هم د خوراکي توکو مرسته وشي.
