د سولې خبر اترو په ورستۍ کولو او دوامداره سولې راتګ سره به له يو نيم ميليونه تر دوو ميليونو پورې کډوالو هېواد ته راستانه شي

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
با نهایی شدن مذاکرات و محقق شدن صلح، یک و نیم و تا دو میلیون مهاجر به کشور بر می گردند

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې د امريکا سفارت دکډوالۍ برخې له نوي رئيس رابرت نيوسم سره په ليدنه کې وويل ددې وزارت وړاندوينه دا ښايي،چې په افغانستان کې د سولې په راتګ سره به له کوربه هېوادونو شاوخوا دوه ميليونه افغان کډالو هېواد ته راستانه شي.
هغه زياته کړه د سولې په راتګ د زيات شمېرکډوالو راستنېدلولپاره اړينه ده،چې افغان حکومت د راستنېدونکو د ښه راغلاست لپاره لازم چمتوالی ولري. نو په همداې اساس دکډوالو چارو وزارت د بېځايه شوو او راستنېدونکو د اجرايوي کمېټې په ناسته کې چې د اجرايه رياست په مشرۍ ترسره کېږي د راستنېدونکو د ښه راغلاست په موخه يو شمېر پرګرامونه طرحه کړي.

کډوالو چارو وزير دبېځايه شوو او زيانمنو شوو کورنيو او په دوو ګاونډيو هېوادونو کې دکډوالو وضعيت او د امريکا وروستيو مرستو څخه دمننې ترڅنګ وويل په وروستيو دوو کلونوکې له ايران څخه د راستنېدونکو شمېر کې زياتوالی راغلی او له پاکستان څخه د راستنېدونکو شمېر کم شوی. په راوان کال کې له ايران څخه شاوخوا ۲۰۰ زره تنه او له پاکستان څخه ۱۵ زره تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي.
ښاغلي رابرت نيوسم د راستنېدونکو ځای پرځای کېدنې اوهغوی لپاره په دايمي حل لارو ټينګار وکړ ويې ويل، ددغو مواردو د اجرا لپاره اړينه ده، چې دملي او نړيوالو ادارو په داخلېدوسره يو ګډه مديرت رامنځ ته شي.
دغه ليدنه د تېرې پجشنبې په ورځ د وږي په ۱۴مه د افغانستان اسلامي جموري رياست په اجرايه رياست کې ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

بېرته خبرونه ته