د د دایمي حللارو موندنې په موخه د کاري ډلګۍ د لایحې په اړه ناسته وشوه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۳۹
-
د وزارت د دفتر رییس او اوس د مسلکي معینیت سرپرست مولوي محمد جان خدرخېل په مشرۍ او د پلان او پالیسۍ، د دایمي حللارو موندنې او د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته رسېدنې ریاستونو د رییسانو په شتون کې د د دایمي حللارود موندنې په موخه د کاري ډلګۍ د لایحې په اړه ناسته وشوه.
په دې کتنه کې د دایمي حللارو رییس مولوي شمال خان مصلح د موضوع پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موخه یې د چارو په پرمختګ کې اغېزناکه کېدل او نهايي هدف ته رسېدل دي.
د ناستې ګډونوالو خپل نظرونه وړاندې کړل او پریکړه یې وکړه، چې په راتلونکې ناسته کې به د اسنادو له څیړلو وروسته کاري لایحه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته واستول شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

بېرته خبرونه ته