دکاپيسا ولايت دمهاجرينو آمريت ته (500)داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته دوېش په موخه خوراکي توکي وسپارل شول
د کاپيسا ولايت مهاجرینو او راستنېدونکو چارو آمريت ته د (500) اړمنو کورنيو لپاره د خوراکي توکو مرسته ور واستول شوه.
يادې مرستې دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت دپلاوي لخواچې مشري یې د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت د داخلي مهاجرینو د دايمي حل لارو رئيس مولوي شمال خان عثماني کوله دکاپیسا ولايت دوالي او مرستال په شتون کې ددې ولايت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امريت ته وسپارل شوې.
په دغه مرستو کې، وړه، غوړي، وريجې، صابون او دماشومانولپاره ژمني جاکټونه شامل دي، چې دغه ولايت ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا ليږل شوي پلاوي په وینا، يادې مرستې به دسروې څخه وروسته په دې ولایت کې داخلي بېځايه شوو او مستحقو کورنیو ته و ويشل شي.