دمعلوليت نړيواله ورځ په کډوالو چارو وزارت کې ونمانځل شوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۰:۳۵

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو او کارکوونکو د ليندۍ په ۱۲مه دمعلوليت نړيواله ورځ د يولړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله

په دې مراسمو کې دکډوالو او راستنېدونکوچارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د موضوع په اړه وويل، معلوليت کمزورتيا نه ده، معلوله خلک بايد زيار وګالي په ټولنه کې خپل رول ولوبوي او دمعلوليت احساس ونه کړي.

عالمي بلخي زياته کړه، معلوليت هغه پديده ده چې پېښه شوې ده او هغه څوک چې  دانسانيت دفاع،  دخپلواکۍ او د وطن په لاره کې دخپل بدن يوه برخه له لاسه ورکړې بايد ورسره مرسته او درناوی يې وشي.

وروسته ددې وزارت د بشري سرچينو رئيس عبدالخالق موسوي وويل، چې د پټو وړتياو او ظرفيتونو د درناوي ورځ ده، چې له بده مرغه بايد دا خلک د فزيکي محدوديتونو له امله له پامه ونه غورځول شي، موږ بايد ددوی  دظرفيتونو څخه د ادارو د ظرفيتونو په لوړولو کې کار واخلو.

موسوي زياته کړه، د افغانستان دملکي خدمتونو ادارې دمعلوليت لرونکو خلکو لپاره ځانکړې کړنلاره جوړه کړې، په کوموکې چې ادارې اړ دي  د معلوليت لرونکو وګړو  ګمارنې  کې ۳ سلنه ډېروالی  را وړي  اوموږ دې ته ژمن يو.

په پای کې د وزارت دکارکوونکو په استازيتوب يو تن خبرې وکړې او مراسم معلولو کارکوونکو ته د ستاينلکونو په ورکولوسره پای ته ورسېدل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته