نګرهار کې (۲۴) تنو سره نغدي مرسته وشوه
د (IOM) او (ACTED) موسسو له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۴) تنو سره د وري په ( ۷) مه نغدي مرسته وشوه.
بلخ کې (۲۰۰) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې
د آبي خيريه بنسټ له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۰۰) کورنيو سره د وري په ( ۶) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
خوست کې شاخوا (۲۰۰) کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د خوست ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۹۷) کورنيو سره د وري په ( ۶) مه نغدي مرستې وشوې.