په پکتیکا ولایت کې لسګونو کورنیو ته خېمې ووېشل شوې
د غوایي میاشتې په ۲۱مه نېټه د د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او پنځو نورو ولسوالیو کې ۵۰ راستنېدونکو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د سرپناه لپاره خېمې ووېشلې.
په کابل ښار کې ٣٤ کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
په ۱۸ د ثور، د کابل ښار اتمه ناحیه کې ۳۴ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
د بادغیس والي د بلخ له کډوالو رئیس سره ولیدل
د ١٤٠٤ لمریز کال د ثور میاشتې په ٢٠مه نېټه د بادغیس والي حافظ محمد امین جان عمري د بلخ ولایت د کډوالو له رئیس مولوي اسدالله وفا سره ولیدل.
د پاکستان له زندانونو څخه ۲۸ افغان بندیان ازاد شول
د غوایي میاشتې په ۲۰ مه نیټه ۲۸ تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۲ افغان بندیان ازاد شول
د غوایي میاشتې په ١۸ او ۱۹ مه نیټه ۱۲۲ تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.